Afghansafi

Enter subhead content here

عمره ته به اوس دافکر کوی چی څه رنګه داکوچنان میږیان داسی حیراناونکی کارونه کوی ؟

عمر : تارښتیا وویل زه ډیرحیران شوم چی څنګه تاسی داکار کوی . دمثال په ډول که ته ماته واویی  چی فنګس پیداکړه نودا زما لپاره اسان کار نه ده

که ویی هم کړم  نو زه باید کتابونه  وګورم یاکوم ماهرسره مشوره وکړم

 

مګرزه په دی ښه پوهیږم چی پاڼی پریکونکی میږیان ښوونه نه اخلی نواوس  

زه  تاته وایلی شم چی ته اوستاټول دوستان په دومره عقلمندی سره چا پیداکړی دی ، تاسی ته دی ټول کارونو کولو لپاره دکمپیوټر غوندی پروګرام درکول شوی ده .دمثال په ډول دپاڼوپریکولو میږیانوته دپیداکیدو نه مخکی دهقانی معلومه وی . یقینً الله دټول مخلوق خالق ده . هغه دی میږیانو ته داهنر ښودلی ده . دالله ده چی ته اوستا دوستان یی دا ښ صفتونو سره پیداکړی یاست

میږی : ته رښتیا وایی . مونږ ته داټول شيان په طبعی او پیدایشی ډول رکول شوی  دی .زمونږ خالق الله پاک  په مونږ دارحمتونه کړی دی

عمر باندی بیا ناوخته کیدله . هغه له خپل ملګری میږی نه ډیره مننه وکړه اومکتب ته روان شوه په لارروان وه دخپل ملګری خبری یی  په غوږو کښی تاویدلی او دهغه په باره کښی فکر کاوه

دمیږیانو دا لوی مهارت مونږته  راښی چی دوی ته یوعظیم حکمت کیږ ی . دا حکمت صرف میږیانو ته نه . ولی چی داخویوکوچنی مخلوق ده . ددی ټولو میږیانو هنرمندی دانسان لپاره دالله (ج) حکمت اوعظمت ښئی   .زمونږ لوی او په ښه صورت سره پیداکونکی  رب ، دمیږیانو خالق ده داکوچنی مخلوق یی د داسی غټ غټ کارونو قابل کرځولی چی په خپل عقل اوکوشش سره یی هیڅ وخت نه شوه کولی

دعمر دملګری قدرتی حکمت ، هنرمندی او دقربانی جزبه په حقیقت کښ دالله ورکړه ده څه یی چی وویل اوڅه چی کوی دمیږیانونه بلکی دلله (ج) طاقت اوحکمت ثبوت ده

دیی ټولو خبرو باندی عمر فکروکړاوداحساس ورته پیداشوه چی له دی نه مخکی یی کوم شیانو ته په کوم شکل کتل اوس دهغوی حقیقت راته روښانه شوه .یعنی چی دځان لرونکوو په باره کښی کومی قصی مشهوری وی دمثال په ډول دهرځان لرونکی په خپله پیداشوی اوبیا دوخت په تیریدو سره  داصلاحیتونه پیداکړی.  خو دهرڅه دروغ دی

لګ فکر وکړی که چیر ی داقصی رښتیا وی نوآیا دوی داسی په ښه شان دیوبل سره خبری کولی شوی ؟

ایا هغو ی دومره لوی قلعه جوړولی شی ؟ که مونږ دیوی لمحی لپاره داومنو چی دهرڅه په خپله پیداشوی اوصرف ددی لپاره ژوندی دی چی ځان وساتی نوداڅه رنګه کیدلی شی چی یو دبل لپاره دومره لویه قربانی ورکوی

عمر ټوله ورځ په مکتب کښی په همدی خبرو غوراوفکر کوه .ماښام چی کله کور ته راغی هغه له ځان سر فیصله وکړه چی هغه به داکتاب ضرور وائی کوم چی الله پاک دانسانانودهدایت اورهنمائی لپاره لیږلی ده .یعنی قرآنکریم . هغه چی اول ایات ولوسته هغه داوه :( دااسمانو اوځمکو په پیداکیدوکښی ،دشپی اوورځی بیابیا راتلو کښی یقینً عقل لرونکو لپاره نښانی دی . څوک چی دالله پاک ذکر په ولاړه اوناسته او په څملاسته   کوی او دآسمان اوځمکی په پیدايښت کښ غور اوفکر کو ی او وائی : ای زماپروردګاره! تاداهر څه بی فایدی نه دی پیداکړی ، ته پاک یی پس مونږ داورله عذابه وساتی .(آلعمران : ۱۹۱ - ۱۹۰ )

عمر مکمل یقین شوه چی صرف دالله (ج) ذات ده اوهغه واحد ذات ده چی هغه میږیان ،دی پخپله ، دده مور اوپلار ،خور،ورور اوپه کائیناتوکښی هر شی چی موجود دی  پیداکړی دی

دهغه کوچنی دوست ددنیا له ټولونه غټ رښتیا ورته وویل چی الله پاک نه بل خالق نشته

ماته یقین ده کله چی تاسی داخبری ولولی نودعمر غوندی به تاسی هم په رښتیاو پوه شی اوتاسی به په دی هم پوه شی چی الله پاک دهر شی خالق ده همغه الله ده چی هرشی یی  پیداکړی  .بیابه تاسی واویی : ډارون ، هغه ویلی وه چی ځان لرونکی په خپله پیداشوی . دایوغټ دورغ دی ولی چی مونږ هره ورځ په خپل چاپیریال کښی په سلګونو ځان لرونکی ګورو چی داسی دکمال کارونه کوی .داسی فکر کول هم ناممکن ده چی دهر څه په خپله پیداشوی اوپه خپله داهرڅه چلیږی

که چیری تاسی ته دعمر غوندی کومه ورځ خپل ښه دوست دلیدلو موقع پیداشوه په یاد یی لری چی هغه ته دالله پاک دکاریکری په باره کښی زیات شیان زده کړی.اوکه چیری تاسی لیدنه  کو م ډارون غوندی دروغجن سړی سره وشوه نوتاسی دخپل کوچنی ملګر دخبرونه یی خبر کړی اوورته واویی چی تاسی دهغه په بی معنی خبرو هیڅ کله  یقین نه کوی

1 2 3 4