عمر یوډیره ښه هلک
وه . هغه به چی کله ښونځی
ته راوانیده نواول به
یی دخپل کور باغ سیل کاوه
اوهلته به دیوڅه وخت لپاره
پاتی کیده . اصل په باغ کښي
دعمر یو په زړه پوری ملګری
وسیده .هیڅوک په دی خبر
نه وه چی عمر په باغ کښی
یو ښه ملګری لری مګر دعمر
داملګری ډیر خوښ وه ددی
لپاره هر ه ورځ به یی لیدو
ته ورته دعمر داملګر ی
له ټولو ملګرو نه زیات
پوه وه
بیشکه هغه په قد کښی
له ټولو نه کوچنی مګر بل
طرف ته هغه ډیر زحمت کش
وه ولی چی هغه خپل هریوکار
په خپل وخت اوسم کوه
لکه چی هغه یو عسکر وی
اوس به تاسی فکر کوی
چی هغه کوچنی ملګری یی
څوک ده ؟
دعمر هغه ورړوکی
ملګری یوکوچنی میږی ده
چی حیرانونکی کارونه
کوی
شایدتاسی به نه وی
اوریدلی چی میږیان څومره
زحمت کشه اوعقلمنده وی
تاسی به یوڅه په دی
پوه یاست چی میږیان یو
کوچنی مخلوق ده او ټوله
ورځ هلته دلته ګرځی مګر
څوک چی داسی فکر کوی هغه
غلط پوه شوی . ولی چی دهر
ځان لرونکی غوندی میږیان
هم یوه پوره زندګی او حیرانونکی
نظم لری
دایوه ډیره مهمه
خبره ده چی عمر له خپل ملګری
سره لیدنه نه هیروی
عمرچی دمیږیانو په
دنیا کښی له خپل ملګری
نه څه زدکړه کوی هغه ته
ډیر حیران ده . هغه دخپل کوچنی
ملګری د پوهی، قابلیت
اونورو موهمو خصلتونو
نه ټول خبرول غواړی
هغه څه شی کیدی شی
چی عمر ته یی دومره په
زړه پوری خوشحالی ورکړی
ده ؟
یقیناً تاسی به د
فکر کوی چی عمر لپاره دمیږیانو
دنیا ولی دومره په زړه
پوری اوخوشحالونکی دیه
؟
که تاسی په دی ځان
پوه کول غواړی نوداکتاب
ولولی
په ددنیا کښی دمیږیانو
ډیر قسمونه شته. په کوم
ځای کښی چی څلویښت انسانان
پیداکیږی هلته وه سوه
میلونه میږیان پیداکیږی
. یعنی میږیان دانسانانو
په پرتله ډیر زیات دی دهغوی
کورونه هم غټ غټ وی زمونږ
په کورونو کښی زیات نه
زیاته اته یالس نفر ژوند
کوی . مګر دمیږیانو لکونو
لکونوخویندی او وروڼه
وی . لږ فکر وکړی که چیر
ی زمونږ په کور کښی په لکونو،لکونو
وروڼه اوخویندی وای نو
څه حالت به مووه مونږبه
دټولو نومونه هم نه وه
په یاداوپه یوکور کښی
به هم نه اوسیدو
مګر ګرانوماشومانو
دتعجب خبره داده چی میږیان
نه داچی په یوکور کښی اوسیږی
بلکی په داسی منظمه طریقه
سره اوسیږی چی دهغوی په
مینځ کښی جګړه هم نه راځی
.هر یوخپل کار پیژنی اودهغه
په کولو کښی مصروف وی .هریو
خپل ورکول شوی کار په ښه
ډو ل په مخ بیائی ا و هیڅ
کله ترینه سرغړونه نه
کوی
په دی کښی بعضی دخپلی
کورنی لپاره دکورجوړولو
کارکوی ،بعضی ددهقانانو
غوندی خپل ځان ته خوراک
جوړوی اوبعضی په دوی کښی
کوچنی خزندګان ساتی لکه
څنګه چی انسانان غوا ،اوزه
او اوښ ساتی دهغوی شیدی
استعمالوی په همدی ډول
باندی میږیان هم کوچنی
خزندګان چی دنباتاتو
شیره زبیښی ساتی اوبیا
دهغوی شیدی استعمالوی
نوراځی چی عمر دمیږیانو
دنړی په باره کښی څه ویل
غواړی
عمر: زه په اول ځل
میږیانو ته هغه وخت متوجی
شوم چی دیومیږی سر له
ځمکی نه بهر ښکاریده سریی
د بدن په پرتله غټ وه .زه
په دی فکر کښی شوم چی زمادملګری
سرولی غټ ده .داسی فکرمی
کوه چی په کوچنی جسم یی
غټ سر ددی لپاره ده چی
وکولی شی دخپل کور حفاظت
په ښه شان سره وکړی
ایاتاسی پوهیږی چی
څنګه ؟
په اصل کښی دمیږ ی
سر دکور دروازی په اندازه
وه دا ددی لپاره چی له باندی
کوم میږیان راځی هغه وګوری
چی له دی کورنی دی او
که نه کوم غل یا بل څوک
دی
له لیدلو نه وروسته
ما اومیږی وپیژندل
ما ورته وویل داراته
وویه چی دننه څه کیږی
زه دی ته ډیر حیران
وم چی میږی په خپل غټ سر
څنګه کولی شی دکور نفروپیژنی
اوبیا اجازه ورکړی چی
کورته داخیل شی په همدی
فکر کښی وم چی کوچنی ملګری
می په اندیښنه پوه شو ماته
یی وویل
عمر زه به لومړی لږ
په خپله باره کښی درته
وایم
زمونږخاندان ته (کولونی)
وائی زمونږ سر یو آنتن
یعنی دوه باریک نیښونه لری دانیښونه
چی زه هر میږی سره ولګووم
هغه نه وروسته پوهیږم
چی کوم میږی زمونږ د کورنی
ده اوکوم نه ده . او همدارنګه
هره کورنی یو ډول خوشبو
لری چی په هغه کورنی کښی
کوم میږیان اوسیږی له
هغو ځنی همغه خوشبو ځی
. په همدی ترتیب مونږ هیڅ
کوم اجنبی ته اجازه نه
ورکوو چی زمونږ کورنی
ته داخل شی اوپه وخت سره
له زور نه کار هم اخلو........
۱